د طالبانو له خوا تر کراچۍ وړلو وروسته؛ په کوټه سنګي کې یوه کراچیوان ځان له پله غورځولی

۲ ورځې مخکې

څو تنو عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نن سهار د کابل په میرویس میدان « کوټه سنګي» سیمه کې د طالبانو د ښاروالۍ کسانو له یوه کراچیوان نه د هغه لاسي کراچۍ یووړه، چې وروسته کراچیوان ځان د کوټه سنکي پله څخه لاندې غورځولی دی.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د ناحیې مسوولینو له خوا د سرک غاړې کراچیو تر ټولولو وروسته یوه کراچيوان ددې کار په غبرګون کې خپل ځان د کوټه سنګي پل څخه لاندې راغورځولی دی.

عیني شاهدان وايي:« کله یې چې ځان را وغورځاوه، خلک پرې ور ټول شول، خو هغه خپل ژوند له لاسه ورکړی و.»

تر اوسه پورې طالبانو ددغه کس د مړینې او ددې پیښې رامنځته کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د عیني شاهدانو په وینا، یاد کس له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان و او د خپلې کورنۍ د نفقې ګټلو لپاره یې په لاسي کراچۍ کې بېلابېل توکي پلورل.

یو عیني شاهد په یوه ویډیويي پېغام کې وویل:« په افغانستان کې دندې نشته خو څوک چې د خپل ځان لپاره یو کاروبار جوړوي بیا د ناحیې او ښاروالۍ له خوا ورڅخه پیسې اخیستل کېږي او کار ته نه پرېښودل کېږي.»

دوی نیوکه کوي، چې د فلسطین په پرتله په افغانستان کې زیات ظلم روان دی.

دوی همداراز زیاتوي:« موږ په کابل کې ژوند کوو، باید د کور او برېښنا پیسې تحویل کړو. چې کار ونه کړو نو د شپې به مو اولادونه څه خوري.»

دوی نیوکه کوي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې هغه څوک خوښ دي، چې دندې لري ، خو ۹۰ سلنه نور ولس له دغه حکومت څخه واټن اخیستی دی.

دوی طالبانو ته خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې ادامه پیدا کړي لرې نه ده، چې یوه ورځ به خلک د طالبانو پرضد پاڅون وکړي.

نور خبرونه

رادیو