د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د سوات ولسي جرګې تر نامه لاندې غونډې ته وویل چې پښتانه د پاکستان د دولت د تش په نامه دفاعي او ستراتیژیکو سیاستونو قرباني شوي. اڅکزی وايي، « که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ "اول امریکا" وایي، نو موږ هم حق لرو چې "اول پښتون" ووایو».
د سویلي پښتونخوا ملت پاله سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تېره ورځ د غبرګولي ۱۱مه په سوات کې ددغه ګوند له خوا د ولسي جرګې تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته وویل چې پښتون قوم د نړیوالو سیاسي او اقتصادي جګړو او همدارنګه د پاکستاني دولت د تش په نامه دفاعي او ستراتیژیکو سیاستونو قرباني شوی دی.
محمود خان اچکزي وویل:« نن ورځ پښتانه د افراطیانو او تروریستانو په توګه انځورول کیږي، سره له دې چې له دې بحرانونو تر ټولو ډیر زیانمن شوي دي.»
اڅکزي همدراز په خپله وینا کې ویلي چې «زموږ غوښتنه نه یوازې له نړیوالو قوانینو سره بلکې له اسلامي اصولو سره هم سمون لري».
هغه یوځل بیا وویل چې «موږ د پاکستان د ماتولو په لټه کې نه یو، خو غلامي به په هیڅ صورت نه منو».
اڅکزي وویل، چې برابري، مساوي فرصتونه او پرمختګ اساسي قانون او بشري حقونه دي.
محمود خان اڅکزي اعلان وکړ، چې له ستر اختر وروسته د «تحريک تحفظ قانون پاکستان» تر نامه لاندې په ټول هېواد کې عوامي تحريک پيلوي چې مقصد يې د قانون، جمهوريت او قامي حاکميت تامین دی.