د طالبانو د پوهنې وزارت وايي چې په ټول هېواد کې ۱۱میلیونه او ۱۹۴ زره زدهکوونکي د دغه وزارت تر چتر لاندې ښوونځیو کې شامل دي.
د یاد وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه ددې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې ۲۴۶زره ښوونکي دا مهال په ښوونځیو کې تدریس کوي او شاوخوا ۷۰زره مدرسان د دیني مدرسو له لارې اسلامي تعلیمات وړاندې کوي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال ۱۸،۶۸۹ ښوونځي د ښارونو او لرې پرتو سیمو په کچه فعال دي، چې ښوونیز خدمات وړاندې کوي.
نوموړی وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو (اګست ۲۰۲۱) راهیسې د پوهنې وزارت د مشرتابه او د بشري سرچینو ریاست په هڅو، تر ۱۳۴ زرو زیات استادان، مدرسان او اداري کارکوونکي په رسمي ډول ګومارل شوي او دا مهال په ښوونځیو، دیني مدرسو او د سواد زده کړې په مرکزونوکې په تدریس بوخت دي.
دا شمېرې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې طالبانو په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او ښځې په ټولنیز ژوند کې له سختو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي.