افغان پانګه‌وال د ماهیرود له لارې د رغنیزو او سوداګریزو پروژو لپاره عملي اقدامات پیل کړي

پرون

په داسې حال کې چې د افغانستان او ایران ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې نوې بڼې ته داخلې شوي، د ایران د خراسان جنوبي ولایت چارواکي وایي چې افغان پانګه‌وال اوس د ماهیرود له لارې د رغنیزو او سوداګریزو پروژو لپاره عملي اقدامات پیل کړي.

د راپورونو پربنسټ، دا همکارۍ به وکولی شي چې دواړو لوریو ته د اقتصادي تحول دروازې پرانېزي.

د خراسان جنوبي د ځانګړې اقتصادي سیمې اجراییه رییس حسین زارعي وایي، چې په تېرو کلونو په ځانګړې توګه له هغه وخته چې د ماهیرود په پوله او د بیرجند په ځانګړې اقتصادي سیمه کې جدي فعالیتونه پیل شوي، د پام وړ پانګونې روانې دي او د دغو سیمو ظرفیتونه په چټکۍ سره تکمیل ته نږدې شوي دي.

زارعي زیاته کړه، چې د افغان پانګه‌والو علاقه‌مندي ورځ تر بلې ډېریږي.

د خراسان جنوبي د والي په مشرۍ د سفرونو او لیدنو پر مهال، افغان پانګه‌والو د ماهیرود له سرحدي سیمې او د بیرجند له ځانګړې اقتصادي زون څخه لیدنه کړې او هغوی د روغتونونو، هوټلونو او سوداګریزو کمپلکسونو د جوړولو لپاره د سرحدي سیمې په صفري نقطه کې د پانګونې علاقه ښودلې ده.

نوموړي وویل: «اوسمهال له ماهیرود سرحده هره ورځ ۷۰۰ تر ۸۰۰ ټنه صادرات ترسره کېږي، چې دا د افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د دې سرحد ارزښت ثابتوي. دا حجم صادرات په دې معنا دی چې په هېواد کې سلګونه تولیدي واحدونه له همدې پولې سره تړلي دي.»

زارعي د پانګونې د اسانتیاوو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې د ځانګړې اقتصادي سیمې دننه د جوازونو صدور یوازې ۷۲ ساعته وخت نیسي.

نوموړي دا یو مهم پرمختګ وباله، ځکه پانګه‌وال کولای شي پرته له اداري خنډونو خپل فعالیتونه پیل کړي.

همداراز، امکان شته چې سل سلنه بهرني ملکیت لرونکې کمپنۍ هم ثبت شي.

هغه ټینګار وکړ، چې خراسان جنوبي له افغانستان سره له درېیو سرحدي ولایتونو څخه یو دی.

که څه هم ماهیرود یوه نسبتا نوې سرحدي دروازه ده، خو د ښې طرحې او بنسټیزو اقداماتو له امله اوس په سیمه‌ییز تجارت کې یو مهم ستراتیژیک موقعیت لري.

زارعي په پای کې څرګنده کړه: «موږ باید له افغان پانګه‌والو سره د اقتصادي اړیکو پراخېدو ته دوام ورکړو او د ولایت ظرفیتونه په دوامدار ډول معرفي کړو. دا کار به د خراسان جنوبي ځای ټینګ کړي او له موجودو فرصتونو څخه به اغېزناکه ګټه پورته شي.»

نور خبرونه

رادیو