د ایران د بشري حقونو لپاره د ههنګاو په نامه سازمان وایي، چې ایران د روان ۲۰۲۵ کال د مئ په میاشت کې د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ کسان اعدام کړي دي.
دغه سازمان په خپل یوه تازه خپور کړي راپور کې ویلي، چې له دغه اعدام شویو زندانیانو څخه یې د ۱۵۷ تنو هویت په اړه معلومات ترلاسه کړي؛ خو د شپږو نورو کسانو د هویت په اړه یې څېړنې روانې دي.
د ههنګاو سازمان په راپور کې د اوو تنو افغانانو د اعدام یادونه هم شوې، چې د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو؛ خو په راپور کې د دغه اعدام شویو افغانانو د نوم او هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
په راپور کې راغلي، چې د اعدام شویو کسانو په منځ کې یو سیاسي بندي، پدرام مدني چې د تهران اوسېدونکی و؛ د اسراییل لپاره د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوی و.
همدا راز لږ تر لږه پنخه تنه ښځینه بندیانې چې د نشهیي توکو د قاچاق او وژنو په تور محکومې وې؛ اعدام شوې دي.
د بشري حقونو لپاره دغه سازمان وایي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې ایران ۴۱۹ کسان د قتل په تور اعدام کړي دي.
دغه سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې ایران د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام کړي دي.
ایراني چارواکي د افغان وګړو د اعدامونو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان بندیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان، چې د دوی قضیې مخ ته یوسي.