طالبان: په تېره یوه ورځ کې ۷۴۵ کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستنې شوې دي

۱۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېره یوه ورځ کې له ګاونډيو هېوادونو څخه ۷۴۵ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې؛ په دغه راستنو شویو کورنیو کې ۹۵ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارۍ، ۶۴ کورنۍ د سپین بولدک له لارۍ، ۹۷ کورنۍ د ورېښمو پله له لارۍ، ۱۲ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارۍ او ۴۷۷ کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان د شنبې‌ په ورځ د (غبرګولي ۱۰مه) ۳۴ تنه افغان کډوال په دغه هېواد کې تر زنداني کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسانو د پاکستان په زندانونو کې له دوو څخه تر درېیو ورځو له تېرولو وروسته هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې پاکستان او ایران د افغانستان هغه دوه ګاونډی هېوادونه دي چې د نورو هېوادونو پرتله په کې ډېر شمېر افغان کډوال مېشت دي او دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې په جبري توګه د کډوالو د شړلو لړۍ چټکه کړې، چې هره ورځ په سلګونه افغانان په جبري ډول ستنېدو ته اړ باسي.

نور خبرونه

رادیو