د تاجکستان د انرژۍ او اوبي سرچینو وزارت لومړی مرستیال جمشېد شایمزاده ویلي چې دکاسا زر سترې سیمهییزې برېښنا پروژې چارې به د ۲۰۲۶ کال تر ډېسمبر پورې بشپړې شي او له هغې وروسته به پاکستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه پاکه برېښنا انتقال شي.
شایمزاده د یکشنبې په ورځ د پاکستان له یوه خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې دا پروژه به د ۲۰۲۷ کال له جنوري څخه عملیاتي شي او له هغې وروسته به د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د انرژۍ په برخه کې نوې همکاري پيل شي.
هغه زیاته کړه: « کاسا زر یواځې یوه برېښنا پروژه نه ده، بلکې دا د زرغونې راتلونکې لپاره یوه سیمهییزه تګلاره ده».
د دې پروژې د انتقال مجموعي ظرفیت به ۱۳۰۰ میګاواټه وي، چې د تاجکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ به د پاکې برېښنا یوه مهمه لاره برابره کړي.
شایمزاده وویل، تاجکستان غواړي چې تر ۲۰۲۷ پورې سل په سلو کې زرغونې انرژۍ ته واوړي او د شنو پروژو له لارې د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار وکړي.
تاجکستان هر کال شاوخوا ۵۰۰ میلیارده کیلوواټه برېښنا تولیدوي، چې زیاتره یې له اوبو ترلاسه کېږي.
شایمزاده وویل، تاجکستان دا مهال افغانستان ته هم برېښنا صادروي او پلان لري چې د انرژۍ د یوه سیمهییز مرکز په توګه پرمختګ وکړي.
د کاسا زر پروژه، چې ارزښت یې ۱،۲میلیارده ډالره ښودل شوی، د څلورو هېوادونو (تاجکستان، قرغیزستان، افغانستان او پاکستان) ترمنځ د برېښنا د سوداګرۍ او لیږد یوه ستره سیمهییزه هڅه ده.