د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې د هیپاټایټس ناروغۍ قربانیان ورځ تر بلې زیاتېږي

۴ ورځې مخکې

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وایي، چې په افغانستان کې د کلونو اوږدې جګړې، بې‌ثباتۍ او د روغتیايي خدمتونو کمزورتیا د دې لامل شوې، چې هیپاټایټس بي او سي (د ځیګر ناروغۍ) له پامه وغورځېږي او د خلکو ژوند ته جدي ګواښ پېښ کړي.

دغه سازمان د هیپاټایټس ناروغۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې بايد د هیپاټایټس ناروغۍ پر وړاندې د وقایې، تشخیص او درملنې خنډونه له منځه يووړل شي، ځکه ډېری ناروغان یوازې د وخت له ضایع کېدو وروسته تشخیصېږي، چې دا کار د هغوی د ژوند ژغورنې چانس خورا کموي.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ډاکټر اېډوین سنیزا سالواډور وایي: «ډېری افغانان له دې امله خپل ژوند له لاسه نه ورکوي، چې هیپاټایټس ناروغي نه درملېدونکې ده، بلکې له دې امله مړه کېږي چې دا ناروغي ډېره ناوخته تشخیص کېږي».

هغه زياتوي، چې عامه پوهاوی ډېر کم دی، خلک له خپل وضعیت څخه خبر نه وي، روغتيايي امکانات محدود دي او د ناروغۍ پر وړاندې ټولنیز شرم هم د دې لامل کېږي، چې خلک روغتيايي مرکزونو ته مراجعه ونه کړي.

بل‌خوا، د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي مشر «تېدروس ادهانوم ګيبرييسوس» په یوه خپاره کړي پیغام کې پر نړۍواله کچه د هیپاټایټس ناروغۍ ګواښ ته اشاره کړې او ليکلي يې دي: «په هرو۳۰ ثانیو کې یو انسان د هیپاټایټس ناروغۍ یا د ځیګر له سرطان څخه مري. که موږ همدا اوس اقدام وکړو، نو کولای شو په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۲.۸ میلیونه کسانو ژوند وژغورو.»

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې لا هم په افغانستان کې د زرګونو ناروغانو برخلیک نامعلوم دی، ځکه هېواد له یوه پراخ روغتيايي بحران سره مخ دی او د تل پاتې ناامنۍ، اقتصادي کړکېچ او د روغتيايي بنسټونو د کمزورۍ او نشتوالي له امله ګڼې مرګونې ناروغۍ له پامه غورځېدلې دي.

د روغتيا نړۍوال سازمان له نړۍوالو، افغان چارواکو او روغتيايي فعالانو غوښتي، چې د هیپاټایټس ناروغۍ پر وړاندې ژر، پراخ او هدفمند اقدامات پيل کړي، څو د زرګونو افغانانو ژوند وژغورل شي او دا ناروغۍ مهار شي.

نور خبرونه

رادیو