په خوست کې یو ډاکټر د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د خوست ولایت مقام وايي چې د غورځنګ په نوم یو ډاکټر چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار، مرکز جلال اباد څخه تښتول شوی و ،په خوست کې د تښتوونکو له منګلولو ژغورل شوی.

دوی زیاتوي چې د تښتول شوي ډاکتر له کورنۍ څخه د خلاصون په بدل کې د ٧ سوه زره امریکایي ډالرو غوښتنه شوې وه.

د خوست ولایت مقام نن دوشنبه د زمري ۶مه وویل، چې یاد کس د خوست ولایت د طالبانو د استخباراتو رياست له خوا د ياد ولايت ببرک تاڼې اړوند خاني غريزه سيمه کې د تښتوونکو له منګولو ازاد او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

طالبانو د يادو عملياتو په نتيجه کې څلور تنه تښتوونکي نيولي او يو فولډر ډوله موټر او يو ميل تومانچه هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انسان تښتوونکو پیښې زیاتې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو