د طالبانو کابینې تر ځمکې لاندې اوبو پر مدیریت بحث کړی

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د رييس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ددې ډلې په کابینه کې چې نن "دوشبنه د زمري ۶مه" ترسره شوې، د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو رسولو په اړه بحث شوی. طالبان دا بحث داسې مهال کوي چې په کابل کې د اوبو ستونزه خورا ژوره شوې ده.

د طالبانو د چارو ادارې له لوري د بحث په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو د اوبو اړوند نړۍوالو بنسټونو او کارپوهانو په وار وار خبرداری ورکړی چې په کابل او ځینو نورو سیمو کې د اوبو کچه تر ۳۰ مترو ټيټه شوې او که همداسې د اوبو پریمانه کارونه دوام ومومي او جدي اقدام ونه شي، د کابل تر ځمکې لاندې اوبي سرچینې به تر ۲۰۳۰کال پورې په بشپړه توګه وچې شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف هم خبرداری ورکړی چې "که بیړنی اقدام ونه شي، نو تر ۲۰۳۰کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه نه وي."

د اوبو سرچینو د مدیرت کارپوهان هم وايي، که ټاکل شوې پرمختيايي پروژې هم بشپړې شي بیا هم وضعیت تر اوسني حالته نه شي ښه کېدای.

په کابل کې د ژورو څاګانو نږدې نیمایي برخه یې چې د خلکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو اصلي سرچینه بلل کېږي، دمګړۍ وچې شوې دي.

د اوبو د کمښت ترڅنګ، ککړتیا هم یوه جدي ستونزه یادېږي چې تر ۸۰ سلنې د ځمکې لاندې اوبه د فاضله موادو، ارسنیک او مالګې له امله د څښلو نه دي.

د اوبو د کمښت لاملونه:

د اوبو د مدیریت کارپوهان وايي چې د اوبو ناورین د جګړې، کمزوری مدیریت، اقلیمي بدلون او د نفوس چټکې ودې له امله رامنځته شوی دی. د کابل نفوس په ۲۰۰۱ کال کې تر یو مېلیون کم و چې دمګرۍ څه باندې شپږو مېلیونو ته رسېدلی دی. له دې سره جوخت، د بارانونو کمښت او پرله‌پسې وچکالۍ هم دغه وضعیت ناوړه کړی دی.

د کارپوهانو په وینا، د اوبو د کمښت ناورین داسې یو بحران دی چې طالبان یې په یوازې ځان نشي اداره کولی.

د موندنو پر بنسټ، په کابل کې تر۵۰۰ ډېر د څښاک او معدني اوبو شرکتونه د ځمکې لاندې اوبو سرچینې کاروي. همداراز، په کابل کې د ترکارۍ د کرکېلې لپاره سلګونه شنې خونې فعالیت کوي چې هر کال په میلیاردونو لیټره اوبه لګوي، په داسې حال کې چې زرګونه څاګانې په ناقانونه ډول او له څارنې پرته کېندل شوې دي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اوبو ناورین به د بې‌وزلو خلکو ژوند تر ټولو ډېر زیانمن کړي. په داسې حال کې چې شتمن خلک د ژورو څاګانو د کېندلو وس لري او بې‌وزله خلک، په ځانګړي توګه ماشومان هره ورځ ساعتونه- ساعتونه په اوبو پسې سرګردانه وي.

اوسمهال د اوبو برابرول د کابل د اوسېدونکو ورځنۍ ننګونه ګرځېدلې ده. ځینې کورنۍ د خپل عاید درېیمه برخه اوبو ته ورکوي او زیاتره یې د اوبو د پورونو له ستونزو سره مخ دي.

په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې یوازې ۸.۴ مېلیونه ډالر یې د اوبو د پروګرامونو لپاره ترلاسه کړي، حال دا چې ۲۶۴ مېلیونه ډالر ورته په کار دي.

د اوبو ځینې لویې پروژې چې کولای یې شول د اوبو د دغه ناورین یوه برخه کنټرول کړي د جمهوري نظام له رانسکورېدو سره سم ودرول شوې. له لوګر نه کابل ته د اوبو لېږدولو لپاره د جرمني تمویل شوې پروژه چې دوه پر درېیمه برخه یې بشپړه شوې وه، د تېر جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته په ټپه درېدلې ده.

د افغانستان د اوبو او چاپېریال د متخصصینو شبکه وايي، چې داوږدمهال لپاره پر دغې برخې پانګونې ضروري دي خو سیاسي وضعیت دغه لاره هم ننګولې ده.

کابل مېشتو ته د اوبو د برابرولو لپاره یوه بله مهمه پروژه کابل ته د پنجشېر د سیند د اوبو راوستل دي. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې طرحه یې ورته جوړه کړې خو اصلي ستونزه د بودجې نشتوالی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د مرکزي زون د اوبو رسونې او کانالیزاسیون رییس شفیع الله ذاهدي ویلي، په راتلونکو شپږو کلونو کې به د شاه توت بند چارې تکمیل شي، خو وايي، د پنجشیر د اوبو د لېږد پروژې لپاره بودجې ته اړتیا ده.

خو د اوبو برخې کارپوهان بیا وايي، ۶ کاله ډېر وخت دی او تر هغه وخته به کابل په بشپړه توګه بې اوبو وي او به وینا یې باید دغه وضعیت ته د رسېدنې لپاره شپه او ورځ کار وشي ځکه دغه پروسه ډېره پېچلې ده او که له پنجشېره د نللیکې په وسیله اوبه کابل ته راولېږدول شي بیا هم بله ستونزه دا ده چې کورونو ته تر ۳۰ سلنه نلونه تېر شوي او پاتې نور یې نلونه نه لري.

د کارپوهانو په وینا، که په بېړني ډول اقدامات ونه شي نو لرې نه ده چې کابل مېشتې د څښاک د اوبو د نشتوالي له امله له دغه ښاره ووځي او دغه وضعیت به یو بل ناورین چې هغه هم د داخلي بې ځایه کېدو ناورین دی، رامنځته کړي.

نور خبرونه

رادیو