د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په اسلام کې انسان غلام دی او فردي ازادي یوازې د شریعت په حدودو کې معنا لري.
هغه ټینګار کړی، چې شریعت کره لارښوونې لري او ټول حقونه باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کې عملي شي.
ښاغلي حنفي د طالبانو له روحانیانو سره په ناسته کې د ټولنیزو ازادیو، عصري زده کړو، په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم او د جامو په اړه سختې نیوکې کړي.
هغه عصري تعلیمي بنسټونه او پوهنتونونه د «ازاد ذهنیت» خپرولو باندې تورن کړي او ویلي یې دي، چې ځوانانو ته په خاص ډول نجونو ته داسې پیغام ورکوي چې خپل ژوند پرته له کورنۍ یا شرعي مداخلې تنظیمولی شي.
همدارنګه، حنفي د پتلون، دریشي، نکټايي نورو جامو او ږېرې خریلو دودیزو اصولو سرغړونه هم وغندله او دا یې د اسلامي احکامو خلاف وبلله.
هغه له روحانیانو وغوښتل، چې د دې «فکري جګړې» پر وړاندې کلک ودرېږي او د قلم، تبلیغ او دعوت له لارې د اسلامي ارزښتونو دفاع وکړي، ځکه چې اوس مهال وسله واله جګړه نه ده، بلکې د فکر جګړه روانه ده.
حنفي د وزارت د سختو مقرراتو پر ضد ټولې نیوکې رد کړې او دا یې د ازاد ذهنیت خپرولو او د شریعت نه منلو هڅې وبللې.
هغه خبرداری ورکړ، چې که په اسلامي احکامو کې نرمښت وښيي، طالبان او روحانیان به د الله په وړاندې ملامت شي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ټولنه کې سخت ټولنیز محدودیتونه وضع کړي دي، چې په کې د نجونو د زده کړو محدودول، د ښځو د کار بندیز او د جامو سخت کنټرول شامل دي.
دغه محدودیتونه د خلکو په ژوند کې ستونزې را ولاړې کړي او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یې تر سخت فشار لاندې راوستي دي.
محمد خالد حنفي د ښځو د زده کړو، کار او سیاسي ګډون سرسخت مخالف دی او د امر بالمعروف وزارت د قوانینو په مرسته یې پر ښځو جدي بندیزونه لګولي دي، چې هغوی یې په کورونو کې بندیانې کړي او د هغوی غږ یې هم محدود کړی دی.
حنفي عصري زده کړې د طالبانو د عقایدو لپاره ستر ګواښ ګڼي او ټینګار کوي، چې د شریعت سخت پلي کول ضروري دي، که نه نو طالبان به د الله په محضر کې ملامت شي.
دا څرګندونې په داسې حساس وخت کې کېږي، چې د ښځو حقونه محدود شوي، د زده کړو او کار مخه نیول شوې او د ټولنیزو ازادیو لپاره هیلې کمزورې دي.
د طالبانو دا پالیسۍ د نړۍوالو ټولنو له سختو نیوکو سره-سره دوام لري او دوی خپله لار د سختو اسلامي اصولو د عملي کولو په لور بیایي.