د پاکستان حکومت د طالبانو له حکومت سره د اړیکو رغونې لپاره د خپلو ډیپلوماتیکو وړاندیزونو پخوانۍ کڅوړه په تدریج پلې کوي.
په دغو وړاندیزونو کې د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیزې ناستې، په کابل کې د سفیر کچې ته د شارژدافیر لوړول، په کابل کې د روسیې، چین، پاکستان او افغانستان د څلور اړخیزې ناستې جوړېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشرانو د دوه اړخیزوپلاویو سفرونه شامل دي.
پاکستاني چارواکي له طالبانو سره د اړیکو رغولو لپاره خپل هغه سیاسي او ډیپلوماتیک وړاندیزونه په تدریج پلي کوي، چې د تېر کال په سلواغې میاشت کې یې افغانستان انټرنشنل په اړه رپوټ ور کړی و ، خو د دواړو خواوو د اړیکو د ترینګلتیا له امله نه وو عملي شوي. اوس، داسې ښکاري چې اسلاماباد غواړي له هند او بنګله دیش سره د اړیکو او امنیتي او اقتصادي وضعیت په نوي دور کې، له کابل سره د اړیکو یوه نوې لاره پرانیزي.
د ډيپلوماتیکو امتیازاتو کڅوړه
د سرچینو په وینا، د اسلاماباد له لوري دا وړاندیزونه یوه ډیپلوماتیکه کڅوړه ده چې موخه یې له طالبانو سره د باور فضا رامنځته کول او د همکاریو بنسټیز جوړښت بېرته فعالول دي. په دغه پلان کې د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ د درې اړخیزو خبرو بیا پیل، په کابل کې د پاکستان د دیپلوماتیک حضور لوړول (د ناظمالامور پر ځای سفیر)، په کابل کې د روسیې، چین، پاکستان او افغانستان د څلور اړخیزې ناستې جوړېدل او د سیاسي، دیني او فرهنګي مشرانو د دوه اړخیزو سفرونو تنظیم شامل دي.
د اړیکو د دې رغیدو نښې له هغه وروسته څرګندې شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ او له خپل طالب سیال امیرخان متقي سره یې ولیدل. دې لیدنې د چین، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزو خبرو زمینه برابره کړه او دواړو خواوو اعلان وکړ، چې د خپلو شارژدافیرانو حیثیت د سفیرانو کچې ته لوړوي.
دوه اړخیز سیاسي تماسونه او د سیاسي او مذهبي ګوندونو د پلاویو تبادله هم د دې نوې پالیسۍ برخه ده.
تېر کال د پاکستان د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان، سناتور مشاهد حسین، او د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق ته بلنې ورکړل شوې وې چې افغانستان ته سفر وکړي، خو د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو له امله دغه سفرونه ونه شول. سرچینې وايي، چې اوس، د دواړو خواوو تمه دا ده چې دا ډول دوه اړخیزې لیدنې به له سره پیل شي. سره له دې، دا لا روښانه نه ده چې طالبان به افغان سیاسي څېرې، چې د دوی له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي، د پاکستان په سفرونو کې شاملې کړي او که نه.
طالبانو په افغانستان کې سیاسی ګوندونه لغو کړي او فعالیتونه یې ممنوع دي.
په سیمهییزه کچه د افغانستان، پاکستان، روسیې او چین څلور اړخیزه ناسته هم د پام وړ ده، چې پاکستان پکې ګډون ته چمتووالی ښودلی دی.
اقتصادي اړیکې
د اقتصادي اړیکو په برخه کې هم نوې هڅې روانې دي. د پاکستان له لارې د افغانستان تجارت او ټرانزیټ تر ډېره په سیاسي مسایلو پورې تړلی، خو د افغان سوداګرو چابهار بندر ته مخه او له منځنۍ اسیا سره د نوي اتصال هڅې، اسلاماباد اړ کړی چې دا پالېسي بیا وارزوي.
افغان تجاران له پاکستان نه غواړي چې نه یوازې په ګوادر، بلکې په کراچۍ کې هم ورته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
پاکستان ویلي، چې د دې غوښتنو د ارزونې لپاره چمتو دی، خو دا لا نه ده روښانه، چې دا اسانتیاوې به څنګه عملي شي.
ټاکل شوې چې دغه موضوعات اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په راتلونکي سفر کې هم تعقیب شي.
د ټرانزیټ تړون (APTTA) بیا کتنه هم د دواړو خواوو په اجنډا کې ځای پیدا کولای شي. دغه تړون چې شاوخوا ۱۳ کاله پخوانی دی، د افغان سوداګرو له خوا یې له اوږدې مودې راهیسې د بیا کتنې غوښتنه کېږي، ځکه عملي نیمګړتیاوې لري.
سره له دې چې دا اقدامات د دواړو اړخونو له نظره مثبت پرمختګ ګڼل کېږي، لا هم د باور ستونزه او امنیتي اندېښنې پر ځای پاتې دي.
له ټولو ستر خنډونه د پاکستاني طالبانو موضوع ده، چې اسلاماباد وایي، لا هم له افغانستان نه بریدونه کوي. افغان طالبان پرلپسې دا ردوي او د خبرو اترو له لارې یې د حل غوښتنه کوي، خو پاکستان له ټيټيپي سره له خبرو اترو امنیتي او ددې ډلې د مشروعیت اړوند اندېښنې لري.
د شنونکو په باور، اسلاماباد ښايي د طالبانو سیاستونه خوښ نه کړي، خو سیمه بدلېدونکې ده، ځکه سیال یې هند د پخوانیو سیاستونو برعکس له طالبانو سره په تعامل کې دی او اسلام اباد په دې برخه کې شاته پاتې کېدل د ځان په زیان ویني.