د هلمند په بهرامچه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یوځل بیا نښته شوې

۳ ورځې مخکې

د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نن یکشنبه غرمه مهال یوځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نن یکشنبه «د غبرګولي ۱۱مه» د ورځې شاوخوا یوه نیمه بجه د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ د حاجې ارین کلي په ساحه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا هغه مهال نښته پیل شوه، چې طالبانو غوښتل د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې نظامي تاسیسات جوړ کړي.

د سرچنیو د معلوماتو له مخې، جګړه د ملکي کسانو په ګڼمېشتې سیمې کې شوې او دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو استفاده کوي.

په هلمند کې د طالبانو له منځه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په بهرامچه ولسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو سره د نښتې پخلی کړی او وايي، چې د حاجي ارین کلي اوسیدونکو ته یې خوندي ځای ته د وتلو امر کړی دی.

درې ورځې وړاندې هم د بهرامچې ولسوالۍ په دې ساحه کې د طالبانو له خوا د امنیتي پوستې لپاره د کانټینر د ځای پر ځای کولو پر سر د دواړو لوریو ترمنځ نښته وشوه.

د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ سیمه ییزو طالبانو تېره ورځ له پاکستاني ځواکونو سره ناسته هم کړې وه او په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې دواړه لوري ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د نظامي تاسیساتو د نه جوړولو پر سر کومې هوکړې ته نه رسیږي.

نور خبرونه

رادیو