یوه تازه څېړنه چې د سویډن د "رائول والنبرګ" موسسې لهخوا خپره شوې، ښيي چې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو لپاره د خوندي کورونو بندېدو، مېرمنې یو ځل بیا د تاوتریخوالي، جبري ودونو او ټولنیزو فشارونو له ګواښونو سره مخامخ کړې دي.
دغه څېړنه، چې په۷۴ مخونو کې خپره شوې، وايي د ښځو د ملاتړ مرکزونه (WPCs) چې پخوا یې د جنسي تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته کوله، اوس تړل شوي او دا وضعیت د ښځو لپاره خطرناک او له انساني اړخه یوه "ناکامي" بلل شوې.
په رپوټ کې راغلي، چې دغه حالت نه یوازې د ښځو پر ژوند منفي اغېز کړی، بلکې د ښځو لپاره د ملاتړ سیستماتیک جوړښتونه یې له منځه وړي.
له پناه ځایه زندان ته بېرته
د کندوز یوه پخواني کارکوونکي ویلي، چې د طالبانو له بېرته راتګ سره، ډېرې هغه ښځې چې پخوا له تاوتریخوالي تښتېدلې وې، اوس له بېسابقه ګواښونو سره مخ دي.
همدا راز رپوټ څرګندوي چې سیاسي بېثباتي، اقتصادي بېوزلي او د ټولنیزو دودونو فشارونه، په ګډه د ښځو پر وړاندې د شرایطو سختېدو لامل شوي. په ځانګړي ډول، په رپوټ کې دا ټینګار شوی، چې د ښځو د ملاتړو مرکزونو بندول د ښځو د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو د پراخ فشار یوه برخه ده.
جبري ودونه د "حل" په نوم
یوې نرسې چې د افغانستان په لوېدیځ کې له یو خوندي کور سره یې کار کاوه، په ۲۰۲۴ کال کې یوې مرکه کې ویلي: « ځینو کورنیو دا مېرمنې بېرته ومنلې، خو ژر یې هغوی داسې کسانو ته ورکړې، چې دوی یې د ستونزې حل ګڼلو».
د دې ښځو جبري ودونه نه یواځې دا چې د ملاتړ لاره نه ده، بلکې د کنټرولي او دوامداره تاوتریخوالي یوه بله بڼه ګرځېدلې.
یوه ښځه چې د فراه یوه ملاتړي مرکز ته یې پناه وړې وه، وايي: « زه یو ځل تښتېدلې وم. بېرته راتګ نه یوازې وېروونکی، بلکې د زغملو وړ نه و. ورور مې راته وویل چې نور بس ده، موږ مو شرمنده کړو. بېرته راشه او چوپه شه».
د والنبرګ انسټیټیوټ، چې د سویډني دیپلومات رائول والنبرګ په نوم نومول شوی، وايي، چې د افغان مېرمنو لپاره د ملاتړ جوړښتونه باید ژر تر ژره بېرته اعاده شي، څو دا ښځې له دوامدار تاوتریخوالي، جبري ودونو او ټولنیز کنټرول څخه وژغورل شي.