روسیې د طالبانو د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت متقي ته وسپاره

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د روسیې سفیر امیرخان متقي ته په مسکو کې د دې ډلې د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت سپارلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنې په ورځ د «غبرګولي ۱۱مه» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې د اړیکو د نوي پړاو، کازان غونډه کې د شویو هوکړو او دوه اړخیزو کاري کمېټو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د روسیې سفیر په مسکو کې د طالبانو د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت امیرخان متقي وسپاره او هیله یې څرګنده کړې، چې د ډېپلوماتیکې کچې لوړېدو سره د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې په نورو برخو کې هم پرمختګ وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د اړیکو نوی فصل مهم بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې په دې پړاو کې دواړه هیوادونه وتوانېږي، څو په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.

طالبانو د روسیې لپاره تراوسه خپل سفیر نه دی په ډاګه کړی، خو دمګړۍ د سفارت چارې هلته شارژدافیر پرمخ وړي.

نور خبرونه

رادیو