طالبانو په فاریاب کې د یوې ښځې په ګډون ۴ کسان په دُرو وهلي

۳ ورځې مخکې

طالبانو په فاریاب ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۴ کسان د (دیوثۍ، باج اخیستو او فرېبکارۍ په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له یادو کسانو څخه دوه تورن کسان په شپږو او اوو کلونو تنفیذي بند او ۳۵-۳۵ دُرو او دوه نور یې بیا په ۵-۵ کاله تنفیذي بند او ۳۰-۳۰ دُرو محکوم کړي و.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه ورځې وړاندې هم په کونړ، تخار او کندوز ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۲۰ کسان په بېلابېلو تورونو په دُرو وهلي دي.
طالبان وایي، چې که په تورنو کسانو د حدود او تعزیراتو سزاګانې تطبیق نه شي ټولنه د فساد لوري ته ځي او د ټولنې د وګړو مال، ځان او نفس خوندي کېدای نه شي.
د دوی په خبره، قصاص او نورې بدني سزاوې «د ولس غوښتنې دي او هېڅوک د دوی دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»

نور خبرونه

رادیو