د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) وایي، چې په افغانستان کې۹۷ سلنه افغانان د برېښنا له کمښت سره مخ دي.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د لمریزې برېښنا تولید په دغه هېواد کې انرژۍ ته د یو څه لاسرسي هیلهمندي پیاوړې کوي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ( یو این ډي پي ) زیاته کړې، چې د دغه سازمان د بیا نوې کېدونکې انرژۍ هڅې مېلیونونه وګړو، کلینیکونو، کاروبارونو او ژوند ته روښنایي رسوي او په دې برخه کې هڅه کوي چې لا ډېر بدلون رامنځته کړي.
دغه سازمان په داسې حال کې د برېښنا انرژۍ په اړه څرګندونې کوي، چې افغانستان د خپلو اوسېدونکو لپاره د اړتیا وړ برېښنا د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردوي؛ خو دغه وارداتي برېښنا د هېواد اوسېدونکو لپاره په ځانګړې توګه د پلازمېنې کابل اوسېدونکو ته بسنه نه کوي او کله ناکله د کابل ښار په تیارو کې شپې سبا کوي.
بل خوا د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ په هرات ولایت کې د بادي برېښنا د یوې پروژې د پرانستې پر مهال وویل، اوسمهال د افغانستان ډېره تکیه پر وارداتي برېښنا ده چې ډېرې پیسې پرې لګول کېږي او ګرانه هم تمامېږي.
هغه زیاته کړه، چې په اوږد مهال کې د هېواد لپاره وارداتي برېښنا ګټوره او ډاډمنه نه ده.
ملا برادر ټینګار وکړ، چې په کور دننه باید د انرژۍ د تولید په برخه کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
د یادولو وړ ده، چې د افغانستان ګڼ اوسېدونکي او په ځانګړې توګه د پلازمېنې کابل اوسېدونکي د برېښنا له دوامداره کمښت څخه شکایت کوي او وایي، چې دغه ستونزه یې ورځنی ژوند له کړاوونو سره مخ کوي.