د تنباکو د نه کارولو په نړیواله ورځ، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی، اډوین سینیزا سلواډور وايي، چې د افغان ځوانو هلکانو له خوا د تنباکو کارول مخ په زیاتیدو دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د تنباکو د نه کارولو د نړیوالې ورځې په مناسبت سره پر خواله رسنۍ ایکس لیکلي دي، چې د تمباکو شرکتونه د دې مادې زیانونه د «خوږو دروغو» تر شا پټوي.
دغه سازمان زیاته کړې ده: «په افغانستان کې د ځوانانو په ځانګړې توګه د تنکيو زلمیو ترمنځ د تنباکو کارول مخ په زیاتیدو دي.اوس د دې دورې د بندولو او راتلونکي نسلونو د ساتنې وخت دی.» «»
دغه سازمان د خلکو د روغتیا او هوساینې د ساتنې لپاره د نړیوال یووالي غوښتنه کړې ده.
افغانستان د نړيوال روغتيايي سازمان د تمباکو د کنټرول تړون (FCTC) غړی هېواد دی، چې په ۲۰۱۰ کال کې یې دا تړون لاسلیک او په ۲۰۱۵ کال کې یې په ټول افغانستان کې د تمباکو د کنټرول قانون نافذ کړ.
بلخوا دوه کاله وړاندې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې ۲۷سلنه افغانان په منظم ډول تمباکو کاروي، چې ۲.۷سلنه یې ښځې دي.
د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د تمباکو استعمال کچه د ۲۹.۱سلنې څخه ۲۳.۳٪ ته راټیټه شوې ده. خو د ۲۰۱۹ کال د نړیوال تمباکو وبا راپور له مخې، د افغانستان د نارینه وو تمباکو استعمال کچه ۳۵.۲سلنه او د ښځو ۲.۱٪ ده.
د یادولو وړ ده، چې که چیرې په نړۍ کې د تمباکو استعمال کچه کمه نه شي، نو تمباکو پورې اړوند مړینې به په کال کې ۱.۷۴ میلیونه ته ورسیږي.