د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) غزه «د ځمکې پر مخ تر ټولو له لوږې سره مخ سیمې» په توګه اعلان کړه او خبرداری یې ورکړ، چې د دغې سیمې ټول وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دی.
د دغه دفتر ویاند، جینز لارک وویل، چې د غزې د محاصرې له نرمولو راهیسې، اسراییل په بشري مرستو بار۹۰۰ لاریو ته د ننوتلو اجازه ورکړې، خو یوازې ۶۰۰ لاریو په غزه کې خپل بارونه ښکته کړي دي.
هغه زیاته کړې، «په غزه کې د لږ شمېر لاریو څخه د مرستو ښکته کول، یوازې د امنیتي اندېښنو له امله دي.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وایي، چې په غزه کې د مرستې عملیات «په یوه سخت عملیاتي بحران کې دي، چې دا نه یوازې په نننۍ نړۍ کې، بلکې په راتلونکو وختونو کې به هم له سختو او ستونزمنو بشري عملیاتو څخه یاد شي.»