د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص وایي، چې د اقلیم بدلون او د چاپېریال خراب وضعیت ډېر زیان افغان مېرمنو ته اوړي.
هغه وایي، نړۍوال بنسټونه باید د خپلو احصایو او راپورونو په چمتو کولو کې دغه قشر هېر نهکړي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې؛ هغه د چاپېریال په تړاو په کابل کې یوې جوړې شوې غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، «نړۍوال دې خپلې مرستې له سیاسي مسایلو سره نه تړي او خپلو مرستو ته دې دوام ورکړي.»
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر زیاته کړې: «د افغانستان خلک د نړۍ د بشري ټولنې یوه برخه ده او د دغه ملت درد د ټولو درد دی او د دغه خلکو ستونزې د ټولو ستونزې دي.»
دغه طالب چارواکی په داسې حال کې افغان مېرمنو ته د اوړېدونکو زیانونو په اړه څرګندونې کوي، چې دغې ډلې په کورنیو او نړۍوالو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه او بندیزونه د دې لامل شوي چې نړۍوال هېوادونه خپلې مالي مرستې د پام وړ کمې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د اپرېل په میاشت کې د بشري کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی.
د اوچا د راپور له مخې؛ په اپرېل میاشت کې اووه پېښې شاملې دي، چې د طالبانو لهخوا د شاوخوا ۲۹ کارکوونکو نیول او دوه نورې پېښې چې پکې د ګواښونو او لفظي ځورونې راپور ورکړل شوي؛ شامل دي.
دغو پېښو د بشري کارکوونکو ځواکمنتیا د خوندي او ګټورو فعالیتونو لپاره محدوده کړې ده.