طالبانو د ۸ لکه ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو د درېیو څاه ګانو د کېندنې تړون لاسلیک کړ.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه تړون یې د ترکي شرکت له سفیر سونداج سره لاسلیک کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دغه شرکت به په یو کال کې د یادو درېیو څاه ګانو د کېندنې چارې بشپړې کړي او په بشپړېدو سره به یې په یوه شپه او ورځ کې(۱۰۰۰۰۰) سل زره متر مکعب ګاز استخراج شي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د دغو څاه ګانو په کېندلو سره به هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي او سربېره پردې به د ګازو له پلوه د خلکو اړتیاوې هم تر يوې اندازې پوره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم خبیبولین وايي، د «اېنتکو» په نوم یو روسي شرکت په افغانستان کې د ځمکې دننه د نفتو د موندلو څېړنه (جیولوجیکي سروې) کړې او ډېر ژر به د نفتو د کېندلو چارې پیل کړي.