ملا حسن: د فلسطین مسلمانانو سره د خواخوږۍ او ملاتړ په موخه د قران کریم ختمونه وکړئ

۶ ورځې مخکې

د طالبانو رییس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند پر غزه د اسراییلي بریدونو غندنه کړې او په غزه کې روان ناورین یې د انساني اصولو خلاف کړنه بللې، چې ورځ تر بلې په خرابېدو دی. نوموړي له افغانانو غوښتي چې د جمعې لمانځه وروسته دې د فلسطین مسلمانانو د ملاتړ لپاره د قران کریم ختمونه وکړي.

د طالبانو ریاست الوزرا د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسراییل له لورې پر غزې بریدونه د نسل وژنې دوام بللی او له هېوادونو یې غوښتي، چې د غزې د ناورن پای ته رسېدو لپاره بیړنۍ او مثبت اقدام وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا له لورې په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي:«د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د بشري مرستو لارې بندې دي، د ټپيانو او شهیدانو د انتقال فرصت نه ورکول کیږي، د مظلومو مسلمانو د سیمو غصب روان دی، هره ورځ ډېره خطرناکه او نا متوازنه وسله استعمالیږي او له ټولو دردونکي خبره داده چې د نړۍ هېوادونه، ذي دخله جهتونه، بشري نهادونه او نور مربوطه سازمانونه یا چوپه خوله دي او یا یې ډېر کم څه کړي دي.»

ملا محمد حسن په غزه باندې د اسراییل بریدونه او نسل وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

نوموړي پر افغانانو غږ کړی، چې د جمعې له لمونځ وروسته په جوماتونو کې د فلسطین د مسلمانانو سره د خواخوږۍ او ملاتړ په موخه د قران کریم ختمونه وکړي.

پر همدغه مهال طالبانو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خلک په زور د فلسطین د خلکو په ملاتړ لاریونونو کولو ته اړ کړي دي او په ګڼو ولایتونو کې په داسې حال کې د غزې په ملاتړ لاریونونه ترسره شوي، چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز په غبرګون او یا هم د طالبانو د نورو پالیسیو په ضد لاریونونو ته اجازه نه ورکول کیږي.

نور خبرونه

رادیو