په هالنډ کې د افغانستان سفارت وایي ملي بیرغ یې نه‌دی لرې کړی

۲۰ ساعتونه مخکې

په هالنډ کې د افغانستان سفارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له خپل وېب‌سایټ او ټولنیزو شبکو یې د "افغانستان اسلامي جمهوریت" نوم او ملي بیرغ لرې کړی دی.

دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ټولو رسمي مکتوبونو کې لا هم له پخوانیو نښانونو کار اخلي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د رپوټونو برعکس، د افغانستان ملي بیرغ لا هم د دغه سفارت پر ودانۍ رپېږي.

په روانه اونۍ کې دغه سفارت د خپل وېب‌سایټ او ټولنیزو شبکو له لوګو څخه د " اسلامي جمهوریت" عنوان او ملي بیرغ لرې کړل، خو دلیل یې "تخنیکي بدلونونه" بللي دي.

په اعلامیه کې راغلي: " د یادونې وړ ده، چې کله ناکله د وېب‌سایټ د پروفایل او شالید عکسونو کې د ټکنالوژۍ کارکوونکي بدلونونه راولي، چې دا یوه عادي او بېرته بدلېدونکې چاره ده او هېڅ ډول ځانګړی سمبول نه حذف کېږي او نه هم زیاتېږي."

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د سفارت په کاري بهیر یا رسمي چارو کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی او لکه پخوا، د خپلو مراجعینو خدمت کوي.

سره له دې ادعا، لا هم د سفارت په وېب‌سایټ او ټولنیزو شبکو کې د " افغانستان اسلامي جمهوریت" عنوان او ملي بیرغ نه لیدل کېږي او بدلون نه دی بېرته راوستل شوی.

په دې وروستیو کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دا پرېکړه سفیر اصف رحیمي کړې او له همدې امله یې له وېب‌سایټ او ټولنیزو شبکو دا سمبولونه لرې کړي دي.

دغو سرچینو ویلي، سره له دې چې هالنډ تر اوسه په رسمي ډول د " افغانستان اسلامي جمهوریت" نه‌پېژندلو اعلان نه‌دی کړی، خو دا اقدام د سفیر له‌خوا په خپل سر شوی.

اصف رحیمي د پخواني حکومت له هغو دیپلوماتانو دی چې له طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړې او د ډېرو نورو سفیرانو خلاف، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره کاري اړیکې لري.

رحیمي پخوا له طالبانو سره د خپل تعامل په دفاع کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې له بهرنیو چارو وزارت سره همغږي یوه عادي خبره ده، مخکې هم وه او اوس هم روانه ده. هغه ویلي چې د کاري اړیکو له پلوه، د پخواني حکومت او د طالبانو ترمنځ توپیر نه کوي.

نور خبرونه

رادیو