د ډیلي ټاېمز په نوم یوې پاکستانۍ ورځپاڼې په یوې مقاله کې لیکلي، چې د «ټيټيپي» په تړاو د طالبانو د ناڅاپي بدلون اوسنی دریځ تر ډېره د بهرنیو فشارونو پایله ده چې چین په کې تر ټولو مهم رول لري.
مقاله کاږي، وروسته تر هغې چې د طالبانو ډلې یوه غړي او د کابل امنیې قوماندانۍ د حضرت حمزه کمپ استاد سعید الله سعید په یوې وینا کې د ملا هبت الله په امر « بهر ته د جهاد لپاره د تګ» موضوع منعه اعلان کړه؛ په پاکستان کې یې ډول ډول نظرونه راپورته کړل.
دغه څرګندونې په ښکاره د «ټيټيپي» یا پاکستاني طالبانو تحریک لپاره اشاره بلل شوې، چې د طالبانو ځیني غړي یې په لیکو کې جنګېږي.
پاکستاني چارواکو د دغه طالب څرګندونې د «ټيټيپي» ډلې اړوند د افغان طالبانو د دریځ ښکاره بدلون ګڼلی او باور یې دا دی، چې ګوندې په دې تړاو کړو ژمنو لپاره مثبت اقدامات شوي دي.
یاده ورځپاڼه کاږي، پاکستان باید له له طالبانو سره د تېرو کړکېچنو اړیکو په نظر کې نیولو سره د دې بدلون په وړاندې له احتیاط څخه کار واخلي.
چين ته اندېښنه ده، چې د چين-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) او په افغانستان کې د چينایي پانګهوالو او کارګرو حضور د ډیورنډ پر کرښه د بې ثباتۍ له امله له ګواښ سره مخ دی.
د پاکستاني طالبانو له لوري د چین د ګټو پر ضد زياتېدونکي ګواښونو، بېجینګ دې ته اړ کړی چې پر طالبانو فشار زیات کړي.
مقاله زیاتوي، که څه هم چینایي چارواکي په دې تړاو ډېرې کمې څرګندونې کوي؛ خو په سیمه کې د روانو بدلونونو تر شا د دوی رول په جوته توګه احساسېږي.
همدا راز ویل شوي، طالبانو هم اوس دا درک کړې چې د «ټيټيپي» په څېر ډلو سره یې نرمې اړیکې نړۍوال ملاتړ له ګواښ سره مخ کولای شي.
ډیلي ټاېمز د یوې پوښتنې په ډول وایي، طالبان به د «ټيټيپي» په اړه عملآ څه وکړي؟
د پاکستاني طالبانو تحریک چې د نور ولي مسعود تر مشرۍ لاندې فعال دی؛ په تېرو څو کلونو کې د دې پر ځای چې وځپل شي، لا منسجم شوي او خپل بریدونه یې هم پراخ کړي دي.
مقاله کې راغلي، یاده ډله د پاکستان د پوځ سربېره اوس ملکي وګړي، زدهکوونکي او دیني عالمان هم په نښه کوي.
که څه پر کابل واکمنو طالبانو او «ټيټيپي» ترمنځ ګډې اېډیولوژیکې نقطې شته؛ خو دغه دواړه ډلې هېڅکله هم یو موټی نه دي پاتې شوي.
طالبانو په وار، وار له پاکستان سره ژمنې کړې چې د «ټيټيپي» ډله به مهار کړي؛ خو په عملي توګه یې د اقداماتو کوم څرګند بدلون نه دی لیدل شوی.
طالبانو که څه هم د پاکستان له لوري یادې ډلې ته په افغانستان کې د پناه ځایونو د ورکړې موضوع په وار، وار رد شوې؛ خو اسلام اباد لا هم پر خپل دریځ ولاړ دی، چې ګنې پر ضد یې دا ډله لا هم د طالبانو تر سیورې لاندې ده.
د مقالې په پای کې راغلي، اسلام اباد باید د «ټيټيپي» په تړاو د افغان طالبانو ژمنو ته هر وخت د شک په سترګه وګوري او یوازې پر لنډ مهالو ژمنو او اقداماتو دې یې نه تېر وځي.