په ننګرهار ولایت کې د طالبانو والي ملا محمد نعیم اخند په مشرۍ د دغه ډلې د کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو د واليانو په ګډون د امنیتي مسوولینو ترمنځ ناسته کې د اداري فساد مخنېوي لپاره د ځانګړو کمېټې جوړېدو پرېکړه شوې.
د (غبرګولي ۷مه) په ننګرهار کې د طالبانو ولایت مقام رسنیز دفتر خبرپانې زیاته کړې، چې دغه کمېټې په بېلابېلو برخو کې د فساد مخنېوی لپاره هڅې کوي.
همدا راز په یاده ناسته کې د لوی اختر مراسمو لپاره د ځانګړو امنیتي تدابیرو پر سر هم خبرې شوې دي.