وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د باوري سرچينو له قوله ليکلي، چې د امريکا او ايران ترمنځ د اټومي مذاکراتو شپږم پړاو به د راتلونکې اوونۍ په پيل کې ترسره شي.
تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي و، چې دغه خبرې اترې به د منځني ختیځ په یوه هېواد کې ترسره شي.
یوه امریکايي چارواکي له وال سټریټ ژورنال سره په خبرو کې د علي خامنهیي وروستيو څرګندونو ته په اشاره سره وويل: «واشنګټن تمه لري چې تهران به دوی لومړنی وړانديز رد کړي او امريکا بايد خپلې راتلونکې ګزینې هم وڅېړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تر دې مخکې ويلي و، چې د واشنګټن وړانديز ته د تهران رسمي ځواب به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.