د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت د معلوماتو له مخې، د قوش تېپې کانال د دويم فاز چارې ۹۰ سلنه او د سربند چارې يې نږدې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ ( د غبرګولي ۸مه) راپور ورکړ، چې د دغه کانال د ترانسپورت د اسانتیا لپاره د ۱۱ پلونو پر جوړېدو کار په چټکۍ روان دی، څو د نقليه وسایطو تګ راتګ اسانه شي.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش تېره ورځ (چهارشنبه، د غويي ۷مه) د قوش تېپې کانال له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د چارو بهیر یې ارزولی دی.
د قوش تېپې کانال د افغانستان له مهمو او ستراتیژیکو پرمختیايي پروژو شمېرل کېږي، چې له بشپړېدو وروسته به د زرګونه جریبه ځمکې خړوبولو ته زمینه برابره کړي.ددغه کانال چارې د تېر حکومت پرمهال پیل شوې وې.
دغه کانال تقریباً ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۱۰۰ متره پراخوالی لري. د دې کانال له بشپړېدو سره به نږدې ۵۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه اوبه شي.
د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو په اند، د قوش تېپې کانال د بشپړېدو په صورت کې به په پراخه کچه اوبه اړول کېږي، چې له امله یې د منځنۍ اسیا د اوبو توازن ګډوډېږي او د قزاقستان په ټيټو سیندیزو سیمو کې به د چاپېریال وضعیت لا پسې خراب شي.
څو ورځې مخکې یورو نیوز په یوه تحلیل کې لیکلي و، چې افغانستان غواړي د قوش تېپې کانال له لارې د امو سیند له بهیره ۲۰ تر ۳۰ سلنه اوبه کږې کړي چې له ۵۰۰ زره هکټاره زیاتې وچې ځمکې به پرې خړوبې کړي.
د منځنۍ اسیا هېوادونو له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې په دې وروستیو کې پراخې کړې او غواړي ددغه سیند د اوبو د استفادې د مدیریت په برخه کې یې همکاریو ته وهڅوي.