طالبانو په کونړ، تخار او کندوز ولایتونو کې ۲۰ کسان په دورو وهلي دي

۴ ورځې مخکې

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په کونړ، تخار او کندوز ولایتونو کې یې د دوو ښځو په ګډون ۲۰ کسان په بېلابېلو تورونو په دورو وهلي دي.

دغې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یوازې په کونړ ولايت کې ۱۶ کسان چې له ډلې یې دوه تنه د «لواطت او غلا په تور او ۱۴ نور د نشه‌يي توکو د کارونې، بې حرمتۍ، نامشروع اړیکو او اخلاقي فساد په جرمونو» تورن وو؛ په دورو وهلي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه «مجرمينو او تورنو کسانو» ته د یو کال او شپږو میاشتو تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو سزا ورکړل شوې ده.
په دې اړه په کونړ ولایت کې د طالبانو مرستیال والي عبدالله حقاني ویلي:« دا څو کاله جهادي مبارزه په همدې خاطر وه، چې اسلامي شریعت حاکم شي.»
د دغه محکمې له‌خوا په یوې بلې خبرپاڼه کې بیا راغلي، چې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې یې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د «زنا» په تور په دورو وهلي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ له دغې ډلې یو تورن کس ته یې د یو کلن تنفیذي بند او ۳۰ دورو سزا او بل تورن کس ته د شپږو میاشتو تنفیذي بند او ۳۰ دورو سزا اورولې ده.
هم‌مهاله د دغه محکمې په درېیمه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون د «زنا» په تور دوو تورنو کسانو ته سزا ورکړل شوه.
د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو تورنو کسانو ته یې د درېیو کالو تنفیذي بند او ۳۹-۳۹ دورو سزا ورکړې ده.

که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو، د بښنې نړۍوال سازمان او یوناما تل په افغانستان کې د اعدامونو او نورو بدني سزاوو دوام غندلي او د دغه سزاوو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې؛ خو د دغو غوښتنو په ځواب کې بیا د طالبانو سترې محکمې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دا دریځ «نامنصفانه او حیرانوونکی» بللی دی، چې قصاص او بدني سزاوې یې د انساني کرامت خلاف چارې بللې دي.

نور خبرونه

رادیو