پاکستانی سفیر: په افغانستان کې بې ثباتي د پاکستان او سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ دی

۵ ورځې مخکې

په امریکا کې د‌ پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ د واشنګټن په یوه څېړنیز بنسټ کې د ناستې پر مهال ویلي، د افغانستان بې ثباتي لا هم د سیمې د امنیت لپاره تر ټولو لویه ننګوونه ده او پاکستان تر بل هر هېواد زیات له دې وضعیت څخه زیان ویني.

په دغه ناسته کې د بهرنۍ تګلارې یو شمېر امریکایي شنونکو هم ګډون کړی و.

نوموړي زیاته کړه:« په افغانستان کې تلپاتې سوله نه یوازې د پاکستان لپاره؛ بلکې د ټولې سیمې او منځنۍ اسیا سره د اقتصادي نښلېدو تر څنګ د یووالي لپاره حیاتي ارزښت لري».

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نا امنۍ دوام د سیمه‌ییز پرمختګ لپاره ستر خنډ ګڼلی؛ خو باور یې ښودلی که امنیت ټینګ شي، نو ورسره سم به د اقتصادي غوړېدا دروازې هم پرانېستل شي. تر دې د مخه هم پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې کړې دي.

پاکستان ادعا کړې، چې د «ټي‌ټي‌پي» پ ګډون یو شمېر وسله‌والو ته په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه ورکړل شوي او له هغې ځایه د دوی په خاوره کې بریدونه تنظیموي.

اسلام اباد څو، څو ځله پر کابل له واکمنو غوښتي؛ څو د پاکستاني طالبانو مخه ونېسي.

که څه هم افغان طالبان دا نه مني چې ګوندې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌واله ډله په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري؛ خو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تر وروستي سفر راهیسې پاکستانۍ رسنۍ په پرلپسې توګه راپورونه خپروي، چې ګوندې طالبانو اسلام اباد ته ژمنه ورکړې چې «ټي‌ټي‌پي» به مهاروي.

بل خوا بیا طالبان نیوکې کوي، چې پاکستان د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري او په بلوچستان کې یې پوځ د «داعش» ترهګرې ډلې لپاره خوندي پناه ځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

د یادې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي لا ویلي و، داسې اسناد په لاس لري چې پاکستان د بریدونو لپاره افغانستان ته «داعیشیان» لېږلي دي.

نور خبرونه

رادیو