د امریکا د کورني امنیت وزارت چارواکې: له ګواښ سره مخ افغانان د پناه غوښتنه کولای شي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۸

په متحده ایالاتو کې زرګونه میشت افغانان د ټرمپ ادارې د وروستیو پرېکړو له امله اندېښمن دي، چې افغانستان ته بېرته ونه لیږل شي، خو د امریکا د کورني امنیت وزارت د عامه چارو مرستیاله وايي، چې تر ګواښ لاندې افغانان کولای شي، چې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه وکړي.

وزیر خان ځدراڼ، یو افغان پناه غوښتونکی نږدې څلور کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره هغه مهال کینټکي ته ورسېد، چې د امریکا پوځ له افغانستان نه ووت. اوس، هغه له دې امله چې واېستل شي د خپلو ماشومانو، په ځانګړي ډول د خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دی.

د ټرمپ ادارې اعلان کړی چې د جولای په میاشت کې به افغانانو ته ورکړل شوی «موقتي خوندي وضعیت» پای ته ورسوي.

وزیر خان وویل، « دلته د ماشومانو راتلونکی روښانه دی. دوی زده‌کړې کولای شي، ښه ژوند لرلی شي. خو که بېرته خپل وطن ته لاړ شو، هلته د دوی لپاره هېڅ نه‌شته، په ځانګړي ډول نجونو ته. نه ښوونځي ته تللی شي، نه پوهنتون ته. هیڅ نه شي کولای. زه هیله لرم چې د افغان کډوالو لپاره به یو څه وشي».

ځدراڼ شاوخوا شل کاله مخکې د طالبانو د سختدریځې حقاني شبکې پر ضد جنګېدلی و. امریکایانو هغه او کورنۍ یې په ۲۰۲۱ کال کې په هلیکوپتر کې پورته کړل او کابل هوایي ډګر ته یې ورسول او له هغه ځایه امریکا ته ولېږدول شول.

اوس یې مشره لور زلیخا راتلونکی کال پوهنتون ته چمتو کیږي، خو د دایمي قانوني حالت نه لرلو له امله د شړل کېدو خطر سره مخ ده. د دوی د پناه غوښتنې دوسیه لا هم د تصمیم نیولو په حال کې ده، نو تر هغې به په امریکا کې پاتې شي.

د موقتی خوندیتوب وضعیت هغو کسانو ته ورکول کیږي چې خپل هېواد ته د جګړو، طبیعي افتونو یا بې‌ساري حالاتو له امله نشي ستنیدلی، خو ټرمپ د شاوخوا ۱۴،۶۰۰ افغانانو لپاره دا حالت ختم کړی.

زلیخا اوس پوهنتون ته ځي

ځدراڼ وايي، « زه له خپلو لوڼو سره خبرې کوم چې تاسې بختورې یئ، چې دلته یئ، ښوونځي ته ځئ او پوهنتون ته به لاړې شئ. خو که موږ افغانستان کې وای، دا حقونه به یې نه درلودل. د هغوی راتلونکی به تیاره وای».

طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې کړې، ښځې یې له پوهنتونونو ایستلې او له محرم پرته یې اوږده سفرونه پرې بند کړي. طالبان وايي چې د ښځو حقوق په خپل تعبیر له اسلامي شریعت سره سم مراعاتوي.

زلیخا، چې له لیسې فارغه شوې او پوهنتون ته په بورس روانه ده، وايي، « وروستیو کې مې اندېښنه زیاته شوې، خلک وايي څوک چې اسناد نه لري، شړل کېدلای شي. زه ویره لرم چې دا به زما راتلونکی تیاره کړي، خو بیا هم، زه پر خپلو لاسته راوړنو ویاړم او هیله منه یم چې ښه راتلونکی لرم».

د ټرمپ اداره وايي، افغانان لا هم کولای شي د پناه غوښتنه وکړي.

افغانان د پناه غوښتنه کولای شي

د امریکاد کورني امنیت وزارت یوې ویاندې ټریشیا مک‌لافلین رویترز ته وویل، « که څه هم TPS د قانون له مخې ختم شوی، خو هر افغان چې له ځورونې ویره لري، کولی شي د پناه غوښتنه وکړي». هغې زیاته کړه چې هغه کسان چې TPS یې لغو شي، کولای شي مالي مرسته وغواړي څو بل ځای ته کډه شي.

له ۷۰ زرو زیات افغانان د بایډن د حکومت د پرېکړې له لارې امریکا ته تللي دي. له هغوی څخه ۳۰۰ تنه بولینګ ګرین ښار کې میشت شوي، چې یو کرنیز او صنعتي ښار دی. دغه ښار له کلونو راهیسې د مختلفو هېوادونو کډوال منلي دي.

د ځینو نورو مهاجرو برعکس، افغان کورنۍ دلته خپل راتلونکی ویني. د «حبیبي» کورنۍ یو کور اخیستی، وحیده حبیبي انګلیسي روانه وايي، ځایي ملګري لري، په نانوایي کې له خپل میړه سره کار کوي او دوه کاله مخکې یې یو زوی زېږولی دی.

وزیر خان اوس په موټر پلورنځي کې کار کوي او هیله لري چې خپل کاروبار پیل کړي. یوازینی شکایت یې دا دی چې قانوني حالت یې تر اوسه نه دی تثبیت شوی.

شان وان‌ډایور، چې د افغان تخلیې موسسې بنسټ اېښودونکی دی، وايي: « طالبان نه دي بدل شوي. ګواښونه هم همغسې دي. یوازینی څه چې بدل شوي، هغه د سپینې ماڼۍ مشر دی».

د کینټکي نړیوال مرکز مشر البرټ مبانفو، چې د کډوالو له بیا ځای پرځای کولو سره مرسته کوي، وايي: « کډوال، په ځانګړي ډول هغه افغانان چې دوه کاله وړاندې راغلي، ډېر اندېښمن دي. د کډوالۍ په اړه چې کوم حالات روان دي، ډېر وارخطا شوي دي».

بل افغان پناه غوښتونکی محمد عزیزي وايي، « موږ اندېښمن یو، ځکه اوس زموږ په هېواد کې وضعیت خورا خراب دی او موږ ویره لرو چې بېرته لاړ شو او له صفره ژوند بیا پیل کړو».

نور خبرونه

رادیو