د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت د افغانستان جمهوریت په پولنډ کې ۲۵۰ میلیارد تازه چاپ شوې افغانۍ لرلې.
نوموړي ویلي، چې امریکا په پټ ډول دغه مرستې طالبانو ته وسپارلې.
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستيال امرالله صالح د پنجنشبه په ورځ (د غبرګولي ۸مه) پر اېکس پاڼه، د دوحيې پروسه د ناټو دسیسه او کودتا ګڼلې.
هغه زياته کړې: «د دوحيې پروسه د ناټو په ملاتړ یو دسیسه او د رژيم د بدلون لپاره یو کودتا وه. دا د سولې بهیر نه وو.»
هغه ویلي چې په پولنډ کې د تېر جمهوري نظام ۲۵۰ میلیارد تازه چاپ شوې افغانۍ امریکا په پټ ډول طالبانو ته د مرستې په توګه ورکړي.