بهرامچه ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

۳ ورځې مخکې

ځايي سرچینې وايي، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې د پوستې جوړولو پر سر نښته شوې ده. د سرچینو د معلوماتو له مخې، اوس هم د دواړو لوریو ترمنځ خال خال ډزې روانې دي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې جزئیات نه دي ورکړل شوي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د پنجشنبې په سهار د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې طالبانو په بهرامچه ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د حاجي ارین په کلي کې د امنیتي پوستې لپاره کانټینر ځای پر ځای کاوه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پاکستاني ځواکونو د پوستې جوړولو ته غبرګون ښودلی او پر طالبانو یې ډزې کړې، چې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ درندې او سپکې وسلې هم کارول شوې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې اوس هم د حاجي ارین کلي او الله اکبر غر په سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ خال خال ډزې روانې دي.

سرچیني وایي، طالبانو له سیمې څخه ملکي وګړو ته د وتلو امر کړی دی، خو په هغو ویډیوګانو او انځورونو کې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسیدلي، لیدل کیږي، چې د طالبانو زغره وال ټانکونه د ملکي کورونو په منځ کې ولاړ دي او پر پاکستاني پوستو ډزې کوي.

د دغې نښتې له امله د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په هلمند کې ځايي طالبانو له پاکستاني ځواکونو سره د یادې نښتې په اړه تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

څه موده وړاندې هم په بهرامچه ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د پوستې جوړولو پر سر جګړه شوې وه.

نور خبرونه

رادیو