د روسیې د دوما د دفاعي کمیټې لومړی مرستیال الیکسي ژوراولیف ویلي، چې مسکو او کابل اوږدمهاله اړیکې لري او طالبان د مسکو متحد ګڼل کېدای شي.
د هغه په وینا، د منع شویو ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم تر اېستلو او له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد د روسیې متحد ګڼل کېدای شي.
ژوراولیف وویل، « طالبانو امریکايي ځواکونه له افغانستان نه وایستل، په اصل کې یې د اوږدې او خونړۍ جګړې په پای کې امریکا ته ماته ورکړه او تر نن ورځې پورې یې دښمنان پاتې شوي، داسې متحد درلودل بده خبره نه ده».
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د امنیتي خدماتو فدرالي ادارې تازه د ممنوعه ترهګرو ډلو په نوملړ کې د طالبانو پر ډله بندیزونه په موقت ډول ځنډولي او ددغه هېواد د سترې محکمې پرېکړه یې د می پر ۲۰ مه نافذه کړې ده.
د اپرېل په ۱۷مه، د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد د لوی څارنوال وړاندیز ومانه او د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز ځنډولو پرېکړه یې وکړه. د نیوز روسیه په باور، دغه ناسته تړلې وه، خو د طالبانو یو استازی هم پکې حاضر و.
په روسیه کې د طالبانو شارژدافیر جمال ناصر غروال ویلي، چې پر طالبانو د بندیز ځنډول به د مسکو او کابل ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره غوره شرایط برابر کړي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د طالبانو شارژدافیر د مسکو په امنیتي غونډه کې ګډون کړی او د روسیې دفاع وزیر د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان نه د ترهګرو ډلو خطر ته اشاره کړې ده.