پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري خبر ورکړی، چې د بلوچستان ایالت په نوشکي کې د پولیو واکسین ډلې یو ساتوونکی د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو کې وژل شوی دی.
د راپور له مخې، دغه پېښه په محمد حسني کلي کې شوې ده.
لا تر واسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې وسلهوالې ډلې د پېښې مسوولیت په غاړه اخیستی.
له بل پلوه د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ د ډېره اسماعیل خان په ټانک ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا د پولیو دوه کارکوونکي تښتول شوي.
دغه کسان د ټانک ولسوالۍ له دولت کرونا سیمې هغه مهال تښتول شوي، چې په سیمه کې د پولیو واکسین پر کمپاین بوخت وو.