د سویډن لومړی وزیر: اروپا باید اسراییل د غزې د خوراکي توکو د محاصرې له امله تحریم کړي

پرون

د سویډن لومړی وزیر اولف کریسټرسون وایي، چې اروپا باید اسراییل د غزې د خوراکي توکو د محاصرې له امله تحریم کړي.
نوموړي د دې هېواد ټي ټي خبري اژانس ته ویلي: «موږ هېڅکله هم د اسراییلي حکومت دا کار، چې غزې ته د لاسرسي مخه نیسي، نه تائید‌وو.»

ښاغلی کریسټرسون دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، د اسراییلو سفیر یې وروسته له هغې احضار کړی، چې یاد هېواد غزې ته د بشري مرستو د ورننوتو مخه نیولې وه.
د سویډن لومړي وزیر ټینګار کړی، چې پر اسراییل فشارونه د زیاتېدو په حال کې دي او «د دې لپاره ډېر موجه دلایل موجود دي.»

نور خبرونه

رادیو