د طالبانو تر واک لاندې ارګ لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې ډلې د کابینې ۲۱مه غونډه د ملا محمد حسن په مشرۍ پرون ترسره شوه.
د خبرپاڼې له مخې؛ په غونډه کې د لاس پلورونکو د تنظیم په طرحه بحث شوی او «د ۴۰سلنې فیس په تخفیف د منلو وړ وګڼل شوه.»
که څه هم په خبرپاڼه کې راغلي، چې په غونډه کې پر ځینو اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې؛ خو د دغه موضوعاتو په اړه یې ډېر معلومات نه دي ورکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په غونډه کې د اقتصادي زونونو د ارزونې کمېټې راپور هم ومنل شو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه خپلې چارې د اړوندو ادارو په همغږۍ پرمخ یوسي.