ټرمپ د مذاکراتو په درشل کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل له احتمالي بریده اندېښمن دی

۴ ورځې مخکې

د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي والانیوز ته ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو په درشل کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل له احتمالي برید څخه اندېښمن دی.
نوموړي د ټرمپ له قوله زیاته کړې، چې که اسراییل پر ایران برید وکړي نو د روانو مذاکراتو پر بهیر به منفي اغېز وکړي.

یاد امریکایي چارواکي همداراز ویلي، چې ټرمپ له بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې له هغه غوښتي څو داسې اقدام و نه‌کړي چې دغه مذاکرات له ستونزو سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل د ۱۲خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا متحده‌ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ وروستۍ ټلیفوني اړیکه له لفظي تاوتریخوالي ډکه وه.
دا ټلیفوني خبرې‌اترې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ شوي، دواړو خواوو له ایران سره د چلند په تړاو جدي نظرونه شریک کړي دي.
د راپور له ‌مخې، ټرمپ په دې ټلیفوني اړیکه کې ټینګار کړی چې هغه د ایران د موضوع لپاره د ډېپلوماتیک حل‌لارې په لټه کې دی.

نور خبرونه

رادیو