امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې ونزویلا ته له سفر کولو ډډه وکړي

۴ ورځې مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرتیا کې د دغه هېواد له وګړو غوښتنه کړې، چې هېڅ ډول شرایطو کې ونزویلا ته سفر ونه‌کړي.
د دغه وزارت په خبره، په ونزویلا کې د امریکایان لپاره جدي ګواښونه موجود دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرتیا کې ناعادلانه نیونې، شکنجې، ترهګري، تښتونې، د ځايي قوانینو خپل‌سري تطبیق، جرمونه، مدني نارامۍ او کمزوری روغتیايي بنسټ هغه ګواښونه بلل شوي چې امریکایي وګړي ورسره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو