یو شمېر پاکستاني رسنیو د خېبرپښتونخوا د سوېلي وزیرستان د روغتیايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په واڼه ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د اوو ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپیان شوي دي.
رسنیو د برید مسوول اړخ نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې ډېری دا ډول بریدونه پاکستاني پوځ کړي.
د سوېلي وزیرستان د واڼه ولسوالۍ د مرکزي روغتون د راپور پر بنسټ، دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې هغه مهال رامنځته شوې، چې یوې ډرون الوتکې پر دغې سیمې برید کړی دی. د ټپیانو عمرونه د ۱۳ او ۶۰ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.
د روغتیايي چارواکو په وینا، د یوه ۱۳ کلن ماشوم او یو سړي وضعیت د اندېښنې وړ دی او دواړه یوه بل روغتون ته لیږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې اوو نور کسان شدید او ۱۳ نور یې بیا لږ ټپیان شوي دي او له دې سره بیا دوه ټپیان تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یا پيټيای د ملي شورا غړي زبیر خان وزیر رسنیو ته ویلي، چې د برید پرمهال یو شمېر ځوانانو د والیبال لوبه کوله.
هغه زیاته کړې، چې دې پېښې د ځایي خلکو ترمنځ اندېښنه او وېره خپره کړې ده.
وزیر په خپله فېسبوکپاڼه کې دا برید غندلی او د پاکستان له فدرالي حکومت نه یې د سملاسي پلټنو غوښتنه کړې ده.
هغه ټینګار کړی، چې باید د قربانیانو د کورنیو لپاره عدالت خوندي او د دا ډول بریدونو د تکرار مخه ونیول شي.
تر اوسه پورې کومې وسلهوالې ډلې یا پاکستاني پوځ د دغه هوايي برید مسوولیت نه دی منلی، خو له دې وړاندې دا ډول بریدونه د دغه هېواد پوځ کړي چې پهکې ګڼو ملکیانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د یادونې ده، چې همدا پرون د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د پاکستاني پوځ لهخوا د څلورو ماشومانو د وژل کېدو او د ډرون بریدونو پر ضد پیل شوی اعتراضي پرلت چې له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې یې دوام درلود، د مذاکراتو په پایله کې پای ته ورسېد.
دا برید داسې مهال ترسره کېږي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي حنیف پښتین پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د پاکستاني پوځ له استازو سره د خبرواترو په پایله کې هغوی ژمنه کړې چې نور به په وزیرستان کې پر عامو خلکو ډرون بریدونه نه کوي.