په ایران کې یو افغان د اوبو په حوض کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

۵ ورځې مخکې

د ایران د لرستان ولایت د ازنا ښاروالۍ د اوروژنې او بیړنیو خدماتو ریاست وایي، یو افغان وګړی د لامبو وهلو د مهارت نه لرلو له امله د شاپوراباد سیمې په یوه کرنیز ډنډ کې ډوب شوی دی.

د دغه ریاست د عامه اړیکو له دفتره د ورکړل شوي خبر له مخې، د اوروژنې رییس محمود صالحي د سې‌شنبې په ورځ وویل: « نن د شاپور اباد ښار کرنیز حوض کې د یو تن د ډوبېدو رپوټ د بیړنیو پېښو مرکز (۱۲۵) ته ورکړل شو».

د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ځای ته د دغې ادارې د لامبو وهونکو ټیم ژر ورسید، چې د پلټنې عملیات یې پیل کړل او د یاد افغان وګړي جسد یې له اوبو را وایست.

صالحي وویل، چې د پېښې د اصلي علت معلومولو لپاره اړوندې ادارې څېړنې پیل کړې دي.

هغه پر خلکو غږ کړی، چې د کرنیزو حوضونو پر غاړو د خوندیتوب اصولو ته پوره پاملرنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو