حماس ډلې په غزه کې د مرستو د غلا په تور څلور تنه اعدام کړل

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۵

حماس د غزې په تړانګه کې د مرستو له لاریو نه د توکو د غلا کولو په تور څلور کسان اعدام کړي دي.

یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ روېټرز ته ویلي، چې یاد څلور کسان تېره اونۍ د دې ډلې د شپږو امنیتي سرتېرو په وژنه کې هم ښکیل ګڼل شوي.

دغه شپږ تنه، چې د مرستو د لاریو امنیت یې ساته، د اسراییل په یوه هوايي برید کې ووژل شول.

یوه بل سازمان چې ځان ته «فلسطینی مقاومت» وایي، څرګنده کړې، چې اووه نور مشکوک کسان هم تعقیبوي.

په ورته وخت کې د جنوبي غزې یوه قبیلوي مشر حماس ننګولی او وایي، خپله وسله‌واله ډله جوړوي چې د مرستو کاروانونه خوندي کړي.

مرستندویه لاریو تر نړیوال فشار لاندې د اسراییل تر نرمښت وروسته، تېره اونۍ غزې ته ننوتل پیل کړل.

مرستندویه ادارو ویلي، چې د مرستو رسونه د لوټ له امله له خنډونو سره مخ ده، خو دوی اسراییل مسوول بولي چې خلک یې دومره وږي ساتلي، چې لوټ ته لاس اچوي.

اسراییل پر حماس تور پورې کړی چې د مرستو مواد غلا کوي، خو حماس دا تور رد کړی.

نور خبرونه

رادیو