د طالبانو یو شمېر غړو د دې ډلې د مالیې وزارت د یو مکتوب په خپرولو سره ویلي، چې په ولایتونو کې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکولو لپاره یې ګامونه اخیستي دی.
د طالبانو مالیې وزارت ددغو کارکوونکو د معاشونو د تطبیق لپاره دوه میلیارده او ۵۱۰ میلیونه افغانۍ بېلې کړې دي.
د دغه مکتوب پر بنسټ، د طالبانو د مالیې وزیر د افغانستان بانک ته امر کړی، چې دغه پیسې دې د خزاینو له واحد حساب څخه وباسي او د مستوفیتونو بانکي حسابونو ته دې انتقال شي.
د طالبانو مالیې وزیر په ولایتونو کې له والیانو هم غوښتي چې ژر تر ژره دې دولتي کارکوونکو ته د معاشونو د ورکړې راپور واستوي.
تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر دولتي کارکوونکو د طالبانو له لوري پر خپل وخت د معاشونو نه ورکولو شکایت کړی و.
دغو کارکوونکو ویلي و چې له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته د طالبانو له خوا د دولتي ادارو د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې بهیر ګډوډ شوی دی.
تر دې مخکې د طالبانو مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د شکایتونو د زیاتوالي له امله اعلان وکړ، چې د معمول په څېر به د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکوي.