په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۵ زره بهرنیانو افغانستان ته تګ او راتګ کړی

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۵

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو دوو میاشتو په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې افغانستان ته د پنځه زره او ۷۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

د ۶۷ ښځینه‌وو په ګډون، دوه زره او ۳۹۳ نور له افغانستان نه وتلي دي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي ادارې نن د غبرګولي ۵مه، وویل چې ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۱۱۹ مېرمنو په ګډون دوه زره او ۶۵۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۶۷ ښځینه‌وو په ګډون، دوه زره او ۳۹۳ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې دوه زره او ۶۱۸ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۰ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته تللي، چې له دې ډلې یې ۳۵۲ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه تللي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (یو زر او ۸۲۰) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۵۷۷ تنه د هرات له بندرونو او پاتې نور د بلخ او کندهار هوايي ډګرونو، د تورخم، سپین بولدک او د فاریاب اقینې بندر له لارې افغانستان ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې سمیرا حمیدي تېره ورځ وویل، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو «رژیم» هیڅکله مشروع ونه ګڼي او سیلانیان د هغوی د تبلیغاتي ماشین برخه ګرځېدلې ده.

نور خبرونه

رادیو