ازبکستان او طالبان د پنبې او نساجي محصولاتو پر ګډه پروژه کار کوي

۳ ورځې مخکې

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې ویلي، چې ددغه هېواد او طالبانو ترمنځ د نساجۍ په صنعت کې د همکاریو پراخولو پلان شته. تمه ده چې هر کال لږ تر لږه ۵۰ زره ټنه پنبه د صادراتو لپاره پروسس شي.

د دې ادارې مشر داورون وخابوف کابل او کندهار ته کاري سفرونه کړي او هلته یې د طالبانو له مسوولانو او د ځايي شرکتونو له استازو سره کتنې وکړې. په دې لیدنو کې یوه مهمه موضوع د نساجۍ او د فایبر پروسس کولو په برخه کې «هیله منوونکې پروژې» ګڼل شوې دي.

د ازبک رسنیو د رپوټونو له مخې، د طالبانو د دولتي نساجۍ شرکت له رییس عبدالحمید اخوندزاده سره د همکارۍ یو تفاهم‌لیک لاسلیک شوی.

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت خونه وايي، چې وخابوف د کندهار له صنعتي زون څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې د محلي ظرفیتونو پر بنسټ د ګډو فابریکو د جوړولو او د ازبکستان د تولید شویو ماشینونو د بیا فعالولو او ترمیمولو امکانات وڅېړل.

یاده خونه وايي، چې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې لږ تر لږه ۵۰ زره ټنه پنبه به پروسس شي.

افغانستان به ازبکستان ته د پنبې تار صادروي او له ازبکستان څخه به رنګ شوي ټوکر صادریږي.

د روان کال په مارچ میاشت کې وخابوف د مزارشریف د نساجي فابریکې څخه هم لیدنه کړې وه. دواړو خواوو د پنبې فایبر او تار د صادرولو او د نساجي موادو او نیمه تیارو توکو د رانیولو هوکړه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو