د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کابل کې په نشه يي توکو ۲۰۰ روږدي کسان تر درملنې وروسته، نن خپلو کورنیو ته وسپارل.
دوی زیاتوي چې په یوه کال کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو وړتیا ۳۴ زره ۶۰۰ بستره ده او د همدا شمېر کسانو درملنه پکې کېږي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن سه شنبه د غبرګولي ۱۳مه پر خپل اېکس لیکلي، چې ددې ډلې د عامې روغتیا خدمتونو وړاندې کولو معیین عبدالولي حقاني په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل: «په نشه يي توکو ۲۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته، نن بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي چې دا نه یوازې یو طبي بریالیتوب دی بلکې یو اسلامي، افغاني، انساني، رواني او ملي بریالیتوب هم دی.»
د طالبانو د روغتیايي خدمتونو معین، دغه راز په نشه يي توکو د روږدو کسانو په درملنه کې د ملي او نړیوالو سازمانونو او بنسټونو د مرستو او همکاریو مننه وکړه.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روږدو کسانو د درملنې ملي برنامې رییس مولوي انعام الله عمار وايي، چې د روږدو کسانو د درملنې ملي برنامې ریاست اوسمهال د درملنې ۶۷ مرکزونه لري، چې له دې جملې څخه ۴۶ یې زیات عمر لرونکو، ۱۴ مېرمنو او ۷ مرکزونه یې تنکیو ځوانانو ته ځانګړي شوي.
د نوموړي په وینا، په یوه کال کې د دغو مرکزونو وړتیا ۳۴ زره ۶۰۰ بستره ده او د همدا شمېر کسانو درملنه پکې کېږي.
د وی زیاتوي چې د یوه کال په بهیر کې ۳۸ زره ۶۰۰ کسانو ته د جوماتونو، ښوونځیو او پوهنتونونو له لارې د نشه يي توکو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږی.