ډبلیو اېچ او: د روانې میاشتې په دویمه اونۍ کې د شري ۴۰۴۳ مشکوکې او ۲۱ د مړينې پېښې ثبت شوې

۵ ورځې مخکې

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال د روانې مئ میاشتې په دویمه اونۍ کې لږ تر لږه د شري ۴۰۴۳ مشکوکې او ۲۱ د مړينې پېښې ثبت شوې دي.

په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د ۲۰۲۵کال له پيل راهيسې د شري ناروغۍ مشکوکو پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د شري ناروغۍ مشکوکو پېښو تر ټولو لوړه کچه د اپرېل میاشتې په څلورمه اونۍ کې ثبت شوې، چې ټولټال ۴۱۷۲ پېښې وې.

په راپور کې راغلي دي: «د ۲۰۲۵کال پرتله دغه کچه د تېرو درېیو کلونو (۲۰۲۲-۲۰۲۳-۲۰۲۴) د منځنۍ کچې څخه پورته ده.»

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا؛ د ۲۰۲۵کال د مئ میاشتې په دویمه اونۍ کې لږ تر لږه ۴۰۴۳ مشکوکې او ۲۱ د مړينې پېښې ثبت شوې دي چې د ټولو پېښو څخه ۲۰۲۷ پېښې چې ۵۰.۱ سلنه یې ښځې وې او ۲۹۵۱ پېښې چې ۷۳ سلنه یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان وو.

د ۲۱نويو مړينو څخه، ۱۹تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان او پاتې نور یې ښځينه وې.

دغه پېښې له ۹ولايتونو راپور او ثبت شوې دي، چې له دې ډلې شپږ یې په هلمند، ۵ په کابل، ۴ په هرات، یوه، یوه په بدخشان ، بادغیس، بغلان، بامیان، جوزجان او سمنگان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۵۵۶۷۸ د شري مشکوکې او ۳۵۷ پورته د اړونده ناروغۍ له امله د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې په هلمند، نورستان، بدخشان، جوزجان او روزګان ولایتونو کې په ترتیب سره له نورو ولایتونو څخه د شري ناروغۍ ډېرې پېښې راپور شوې دي.

نور خبرونه

رادیو