په ننګرهار کې د طالبانو ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند په مقام خان سیمه کې د پنجشنبې ورځې د توپان او باران له امله د یوه کور د دېوال غورځیدو په پېښه کې یو کس مړ شوی او زوی یې ټپي دی.
د (غبرګولي ۸مه) خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د همدې ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د یوې خونې دېوال غورځیدو له امله یوه ښځه ټپي شوې ده.
هم مهاله طالبان د تېرې ورځې توپان او بارانونو له امله خلکو ته د ګڼو مالي زیانونو اوښتو خبر هم ورکوي.