طالبان: د جمعې له لمانځه وروسته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د «غزې لپاره غږ پورته» کوو

۵ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي، چې نن د جمعې له لمانځه وروسته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د «غزې لپاره غږ پورته» کوي.

په خبر کې دا نه دي راغلي، چې دوی به څنګه غبرګون ښيي، خو تر دې وړاندې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د فلسطین په ملاتړ لاریونونه شوي وو.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون زیاتوي، چې د طالبانو حج او اوقاف وزارت تیره ورځ له ټولو افغانانو غوښتي چې په دغو پروګرامونو کې برخه واخلي.

‏په دغه خبر کې وړاندې راغلي: «د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تېره ورځ له ټولو هېوادوالو غوښتي و، چې غزه کې د روانې نسل‌وژنې او ظلم پر وړاندې غږ پورته کړي.»

نور خبرونه

رادیو