د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وایي: «په زندان کې پر ما او بشری بي بي د ذهني شکنجې چې کوم ظلم روان دی، هغه ټول عاصم منیر کوي.» خان ويلي، چې عاصم منیر غواړي ما مات او یا تسلیم کړي، خو «زه هېڅ ظلم ته سر نه ټيټوم.»
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «عاصم منیر د پوځ له نوم څخه استفاده کوي، قانون ته سپکاوی کوياو یو فاشیستي چاپېریال یې جوړ کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړی له ډېره وخته له زندان څخه د پاکستان د پوځ پر مشر عاصم منير باندې سختې نیوکې کوي. هغه یو ځل بیا ویلي، چې عاصم منیر له واک څخه ناسمه ګټه اخلي.
عمران خان زياته کړې: «په پاکستان کې ازاد مطبوعات نه شته او د رسنیو ازادي یې ختمه کړې.»
د خان په خبره، واک ته د عاصم منیر له رسېدو را وروسته نوموړی له افغانستان سره د اړیکو د خرابولو هڅې کوي.
عمران خان وایي: «پاکستان لومړی افغانستان ته ګواښونه وکړه، افغان کډوالو اېستل یې پيل کړل، ډرون بریدنه یې وکړل، افغانستان پاروي چې له پاکستان سره وجنګېږي.»
عمران خان په دې لیکنه کې د پاکستا لوېدلي اقتصادي حالت ته اشاره وکړه او زياته یې کړه، چې پاکستان اقتصاد تاريخي رکود کړی، بهرنۍ پانګونه صفر شوې، د هېواد قرضونه څو برابره شوي.»
خان د دې حالت څخه د وتلو لار ولسيحکومت رامنځته کول یاد کړي.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران پر ملکي کسانو د پوځ بریدونه، ظلمونه او د ځوانانو ترې تم کېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي: «د هېڅ سیاستوال د کور ښځو سره داسې سلوک نه دی شوی لکه زما د مېرمنې او کورنۍ سره.»
د یادولو ده، چې عمران خان تر دې وړاندې هم د پوځ پر مشر عاصم منیر سختې نیوکې کړي او هغه یې یو ظالم کس یاد کړی دی.