کریم خُرم: که یو شمېر افغانان ځان منزوي و انګیري پوه شئ چې هېواد ته مو ساعتي بم ایښی

۷ ورځې مخکې

د پخواني حکومت جګپوړي چارواکي عبدالکریم خُرم وايي، د نه مشروعیت په حالت کې، چې په ټولو نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان غړیتوب تعلیق شوی، ملي وفاق او همدلي مهم شرط دی او که یو شمېر افغانان ځانونه تجرید شوي او محروم وانګیري نو باید پوه شو، چې هېواد ته مو ساعتي بم اېښی.

خُرم دا خبرې د یکشنبې په ورځ د غبرګولي پر ۴مه، په خپله اېکسپاڼه کې د یوه یاداښت له لارې کړې دي.

نوموړي د نړیوالو تحولاتو په اړه لیکلي:«۲۱مه پېړۍ د چین او امریکا د سیالۍ پېړۍ ده، لکه څرنګه چې ۲۰مه پېړۍ د امریکا او شوروي، او ۱۹مه پېړۍ د برېتانیا او روسیې د رقابت شاهدې وې»

دی زیاتوي چې چین د امریکا اصلي سیال په توګه راڅرګند شوی او یوازینی قدرت بلل کېږي چې کولای شي د امریکا نړیوال تسلط وننګوي.

خُرم، چې د پخواني ولسمشر د دفتر رییس و، د امریکا د اوسنيو سیاستونو دوام د اوباما، ټرمپ او بایډن د پالیسۍ تسلسل بللی، او ویلي یې دي چې دغه درې ولسمشران، که څه هم په چلند یا شخصي رویه کې توپیر لري، خو په ستراتیژیکه کچه ټول پر یوه لور رهي دي.

هغه د اوباما له خولې یادونه کړې چې: «له چین سره اړیکه د امریکا د راتلونکي پېړۍ موضوع ده.»

خُرم باور لري، لکه څنګه چې افغانستان د ۱۹مې او ۲۰مې پیړۍ په اوږدو کې د خپل جغرافیايي موقعیت له امله د لویو قدرتونو د رقابت میدان وګرځېده او زیان یې ولید، په همدې ډول اوس هم د ورته برخلیک پر پوله ولاړ دی.

دی زیاتوي: «افغانان د هغو رقابتونو لوبغاړي نه، بلکې قربانيان وو.»

دغه پخوانی افغان چارواکی وایي چې که افغانستان د نړیوالې ټولنې فعال غړی پاتې شوی وای او مشروعیت یې درلود، نو کولای یې شول له نوو رقابتونو څخه د خپلې ګټې لپاره کار واخلي، خو اوس، چې افغانستان رسمیت نه لري او د نړیوالو بنسټونو له غړیتوبه محروم شوی ملي وفاق مهم دی.

خُرم خبرداری ورکړی، چې « که یو شمېر افغانان ځانونه تجرید شوي، یا محروم وانګیري باید پوه شو، چې هېواد ته مو ساعتي بم اېښی دی».

د خُرم په وینا، د علمي توان نشتوالی، اقتصادي ضعف، او نظامي ناتواني له هغو لویو ستونزو څخه دي چې افغانستان یې د ۲۱مې پېړۍ په نړیوالو رقابتونو کې له رغنده رول څخه پاتې کړی دی.

نور خبرونه

رادیو